دغه بنسټ څرګنده کړې، چې یو شمېر حکومتي بنسټونو خبرتیاوو ته د لاسرسي له قانونه سرغړونې کړي او رسنیو ته یې د څرګندونو په وړاندې کولو کې محافظ کاري کړې ده.
د ولسمشرۍ د دفتر ویاند د دغو څرګندونو د رد تر څنګ وایي، چې د افغانستان له آزادو رسنیو د ملاتړ اداره سیاسي عمل کوي.
د ملي وحدت حکومت تل د رسنیو لخوا تر نیوکو لاندې راغلی او د خبریالانو بنسټونو ویلي، چې ځینې حکومتي ادارې خبرتیاوو ته د لاسرسي په وړاندې خنډونه جوړوي او د خبریالانو د حقوقي مسلو په حل کې هم پاتې راغلي دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)