د افغانستان له آزادو رسنیو د ملاتړ ادارې( نی) په ډاګه کړې، چې ځینې حکومتي چارواکي پر رسنیو د مستقیم نفوذ غوښتونکي شوي دي.
ځینې حکومتي چارواکي پر رسنیو د نفوذ غوښتونکي دي
د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 21 حوت 1396 ساعت 13:58
د افغانستان له آزادو رسنیو د ملاتړ ادارې( نی) په ډاګه کړې، چې ځینې حکومتي چارواکي پر رسنیو د مستقیم نفوذ غوښتونکي شوي دي.
دغه بنسټ څرګنده کړې، چې یو شمېر حکومتي بنسټونو خبرتیاوو ته د لاسرسي له قانونه سرغړونې کړي او رسنیو ته یې د څرګندونو په وړاندې کولو کې محافظ کاري کړې ده.
د ولسمشرۍ د دفتر ویاند د دغو څرګندونو د رد تر څنګ وایي، چې د افغانستان له آزادو رسنیو د ملاتړ اداره سیاسي عمل کوي.
د ملي وحدت حکومت تل د رسنیو لخوا تر نیوکو لاندې راغلی او د خبریالانو بنسټونو ویلي، چې ځینې حکومتي ادارې خبرتیاوو ته د لاسرسي په وړاندې خنډونه جوړوي او د خبریالانو د حقوقي مسلو په حل کې هم پاتې راغلي دي.
د مطلب کود: 159894