کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ۳۸۳ میلیون ډالرو په ارزښت د نوري فایبر ملي شبکې اړوند قرار داد منظور شو

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 21 حوت 1396 ساعت 14:07

د افغانستان جمهوري ریاست دفتر یا ارګ ماڼی وایي، د ۳۸۳ میلیون ډالرو په ارزښت د نوري فایبر ملي شبکې اړوند قرارداد په ګډون د پنځو پروژو لپاره تړونونه د ملي تدارکاتو کمېسیون د غونډې په لړ کې منظور شول.



د ارګ ماڼی له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې د محمد اشرف غني په مشری د ملي تدارکاتو کمېسیون د غونډې په لړ کې د د افغانستان د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې (ATRA) اړوند د نوري فایبر ملي شبکې د پانګونې د جواز ورکړې قرارداد چې له وړاندوینې سره سم به په کې په مجموعي توګه ۳۸۳میلیون ډالرو پانګونه کېږي او د ۴۷۵میلیون افغانیو په ارزښت پنځه نور تدارکاتي قراردادونه منظور شول.
خبرپاڼه زیاتوي، چې په دغه غونډه کې د د فواید عامې وزارت اړوند له ګردېز څخه تر زرمت پورې د دویم سړک د لومړي فاز د بیارغاونې قرارداد، او · د لوړو زده‌کړو وزارت اړوند پوهنتونونو کې د کیفیت د تضمین او مسلکي پرمختیا د پنځو مرکزونو د جوړولو قراراداد هم منظور شول.
د ارګ ماڼی په وینا، د ملي تدارکاتو کمېسیون  د کور جوړولوتصدۍ له خوا د کورنیو چارو وزارت د تامیناتي معینیت د اوه پوړیزې ودانۍ د پاتې کار بشپړولو قرارداد، د کور او ښارجوړولو وزارت د اړتیا وړ تېلو د تداردک قرارداد، او  د چارو ادارې د عمومي ریاست لپاره د لبنیاتو د تدارک قرارداد هم منظور کړي.
ارګ ماڼی وایي، د نوري فایبر د ملي شبکې د پانګونې جواز ورکړه څلورو داوطلب شرکتونو افغان بیسیم، اتصالات، روشن او (Asia Consultancy Group) ته منظور شوه؛ خو په پروسه کې پنځم شرکت ( (Amania & Connectivity International چې په ګډه یې افر وړاندې کړی و، په دې برخه کې د ګټو تضاد او په شرایطو کې د زیاتو مواردو د نه بشپړولو د ملاحظاتو په خاطر قرارداد ور نه کړل شو، همدارنګه روشن شرکت ته قرارداد په پرنسیپ کې د مالیاتو د تصفیې په شرط منظور شو.
په خبرپاڼه کې دا هم راغلي، چې د داوطلبۍ په پروسه کې د MTN شرکت هم ګډون کړی او اترا ادارې د ارزونې پلاوي له خوا په لومړۍ مرحله کې د داوطلبۍ د اسنادو د شرایطو د نه بشپړولو په دلیل بریالی ونه ارزول شو.
 


د مطلب کود: 159896

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/159896/د-۳۸۳-میلیون-ډالرو-په-ارزښت-نوري-فایبر-ملي-شبکې-اړوند-قرار-منظور-شو

آوا
  https://www.avapress.com