دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۱ حوت ۱۳۹۶ ساعت ۲۱:۳۹
د مطلب کود : 159939
په کابل ښارکي د ځانمرګي برید مخنيوی وشو
ویلکږی، د کابل ښارکی د ځانمرګي برید مخنیوی وشو چې نول شوي کس چې غوښتل یې ځانمرګی برید ترسره کړي د پاکستان په میران‎شاه ښار کې د طالبانو لخوا روزل شوی دی.

د افغان  غږ(افغان غږخبري آژانس) آژانس د خبر له مخی، د افغانستان د ملي امنیت لوی ریاست د خبرپاڼې په خپرولو سره ویلی دی، چې د یاد ریاست کارکوونکو په کابل ښار کې د یوه ځانمرګي برید مخنیوی کړی دی او ځانمرګی بریدګر یې له برید څخه مخکې نیولی دی.
خبر يانه زیاتوی، بریدګر غوښتل چې په کابل کې ځانمرګی برید ترسره کړي.
سرچنو زیاتوی، چې نیول شوی کس عجب ګل نومیږي چې مستعار نوم یې عبدالله وه او د عبدالرحمن زور دی.
د ملي امنیت لوی ریاست خبرپانه وړاندې وايي، چې د ملي امنیت ریاست ځواکونو ځانمرګی بریدګر د کابل ده‎سبز ولسوالۍ څخه نیولی دی.
بریدګر په خپل اعتراف کې ویلي دي چې په میرانشاه کې ورته روزنه د یوې میاشتې په موده کې روزنه ورکړل شوې ده.
ددولت مخالفان په دی اړه رسنیو ټه تبصره نه دی کړی.
https://avapress.com/vdcbf9b89rhbs9p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته