دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۱ حوت ۱۳۹۶ ساعت ۲۱:۵۹
د مطلب کود : 159942
په کندهار کې امریکایی ځواکونه پر طالبانو باندی درنه بمباریي کړې
په کندهار کې سیمه ایز چارواکې وایی، خارجی ځواکونه د وسله والو طالبانو ډله ایز برید په وړاندی هغوی مواضعو باندی بریدونه کړې.
ددی بریدونو په ترڅ کې ۲۵ تنه وسله وال وژل شوی دی.
ضیا درانی د کندهار ولایت امنیه قومانداني ویاند وایي، د وسله والو طالبانو پر مواضعو تازه هوایي بریدونه د کندهار-ارزګان پر لویه لاره ترسره شوي.
هغه وویل، چې تېره شپه ناوخته ګڼ شمېر وسله والو د کندهار-ارزګان د لویې لارې په مربوطاتو کې د امنیتي ځواکونو پر پوستو ډلییز بریدونه پیل کړل.
هغه وایي، په افغانستان کې امریکایي ځواکونو د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په ملاتړ هوایي بریدونه ترسره کړل چې په ترڅ کې ۲۵ وسله وال وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان دي.
ښاغلي دراني دا هم وویل، چې د وسله والو طالبانو د بریدنو په ترڅ کې امنیتي ځواکونو ته زیان نه دي رسېدلي.
د دولت ضد وسله والې ډلې د وسله والو طالبانو په ګډون تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
https://avapress.com/vdcfj1dy0w6dt1a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته