کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

افغان حکومت: د تاشکند په غونډه کې د طالبانو لپاره د ګډون ځای نشته

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 22 حوت 1396 ساعت 10:57

"په دې غونډه کې له دې کبله چې له بېلابېلو هېوادونو یوازې لوړرتبه دولتي چارواکي ګډون کوي، نو د طالبانو ګډون په پام کې نه و.


افغان حکومت وایي، د تاشکند په غونډه کې د طالبانو لپاره د ګډون ځای نشته.
دغه نړیواله غونډه د مارچ پر ۲۶ مه او ۲۷ مه د ازبکستان په پلازمېنه کې ترسره کېږي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند احمد شکیب مستغني وویل، د تاشکند غونډې ته یوازې د سیمې او نړۍ ډیپلوماتان وربلل شوي او ټاکل شوې هغوی د افغانستان د سولې د خبرو پر څرنګوالي او میکانیزم بحث وکړي.
 
ښاغلي مستغني وویل:"په دې غونډه کې له دې کبله چې له بېلابېلو هېوادونو یوازې لوړرتبه دولتي چارواکي ګډون کوي، نو د طالبانو ګډون په پام کې نه و."
تر دې وړاندې د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ ناوخته په یوې اعلامیې کې وویل چې ډېر احتمال شته چې طالبان د تاشکند په غونډه کې ګډون ونکړي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند وایي، د دې غونډې لومړۍ ورځ به د افغانستان او ازبکستان د ولسمشرانو له لورې پرانيستل شي.
د احمد شکیب مستغني په وینا، د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران چې کوربانه دي، نور د پاکستان، ایران، ترکمنستان، تاجکستان، قرغزستان، قزاقستان، روسیې، چین، عربي متحده اماراتو، سعودي عربستان، ترکیې، برېتانیا، جرمني، امریکا، ملګرو ملتونو او د اروپایي ټولنې لوړ پوړي ډیپلوماتان د تاشکند په غونډه کې ګډون کوي.
افغانستان او ازبکستان ۱۳۷ کیلومتره ګډه پوله لري چې د افغانستان په شمال کې د امو رود یې سره بېلوي.
په دې وروستیو کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي چارو مرستیال ازادي راډیو ته وویل چې د کابل او تاشکند اړیکې اوس بدلې شوي او د تېر پرتله د پام وړ نېږدې والی پکې راغلی دی.
حمکت خلیل کرزي زیاته کړه چې دغه اړیکې په څو برخو کې هم د افغانستان او هم د ازبکستان لپاره اړینې دي.
 
نوموړي زیاته کړه:"ازبکستان د افغانستان لپاره یوه ډېره ښه وسیله شوه، د سوداګرۍ اوټرانزیټ لپاره بهترینه وسیله شوه، د ازبکستان له طریقه موږ اوس کولای شو چې له قزاقستان، چین او روسیې سره تجارت وکړو."
د افغانستان لپاره د منځنۍ اسیا هېوادونو اهمیت ته په پام سره او د تاشکند غونډې په درشل کې، طالبانو تر اوسه د افغانستان له حکومت سره د سولې خبرو ته هېڅ ډول لېوالتیا نه ده ښودلې.
دغه ډله غواړي چې له امریکا سره خبرې وکړي، ځکه تېره اوونۍ یې په ښکاره وویل چې غواړي د افغانستان او پاکستان د حکومتونو له حضور پرته، له امریکا سره مخامخ خبرې وکړي.
تمه کېږي چې د تاشکند د غونډې ګډونوال د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو غوښتنه بیا مطرح کړي، هغه څه چې تر دې وړاندې هم مطرح شوې، خو د طالبانو له لورې نه ده منل شوې او همداسې بې نتیجې پاتې شوې دي.


د مطلب کود: 159961

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/159961/افغان-حکومت-د-تاشکند-په-غونډه-کې-طالبانو-لپاره-ګډون-ځای-نشته

آوا
  https://www.avapress.com