کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

پر کونړ ولایت د پاکستان پوځ تازه توپچي بریدونه

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 22 حوت 1396 ساعت 11:47

د افغانستان په ختېځ کونړ ولایت کې ځایي چارواکي وایي، پاکستاني پوځیانو د ډیورڼد له هاخوا پر دانګام ولسوالی سلګونه د توپ مرمی ویښتي دي.


ځایي حکومتي چارواکي په دانګام ولسوالی کې وایي، پر دانګام ولسوالی تازه توپچي بریدونه د یکشبنې په شپه ناوخته پیل شوه.
د دانګا ولسوال محمد رحمان دانش وایي، پاکستاني پوځیانو د یکشنبې په شپه تر ۲۰۰ زیات د توپونو مرمی پر دانګام ولسوای ویشتي دي.
نوموړی زیاته کړه، چې د پاکستاني پوځاینو د تازه توپچي بریدونو په ترڅ کې ځایي اوسېدونکو ته ځاني زیان نه دی رسېدلي.
خو هغه وویل، چې دغه بریدونه یو شمېر باغونو او کروندو ته زیان اړولې ده.
دا په داسې حال کې ده چې له څو اوونیو راهیسې پر کونړ ولایت د پاکستاني پوځیانو په توپچي بریدونو کې کموالي راغلی وه.
د کونړ والي وحید الله کلیمزي کابو یوه میاشت مخکې ویلي وو، چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه د پاکستان پوځ د توپچي بریدونو په غبرګون کې ځوابي بریدونه پیل کړي دي.
نومړی زیاته کړه، چې پاکستاني پوځیانو په تېرو څو میشاتو کې زرګونه توغندي د کونړ ولایت پر بېلا بېلو سیمو توغولي او دغه موضوع په وار وار له ډیپلوماټیکو لارو د پاکستان له حکومت سره شریک شوي.
هغه وویل، چې په کونړ کې میشت افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه ته د ځوابي بریدونو سپارښتنه شوې ده.
 


د مطلب کود: 159967

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/159967/پر-کونړ-ولایت-د-پاکستان-پوځ-تازه-توپچي-بریدونه

آوا
  https://www.avapress.com