حکومت محمد اسحاق رهګذر د بلخ د نوي والي په توګه ټاکلی او ټاکل شوې ده چې د نوي کال له پیلیدو وړاندې خپل کارپیل کړي.
بلخ لپاره نوی والي وټاکل شو
22 حوت 1396 ساعت 14:19
حکومت محمد اسحاق رهګذر د بلخ د نوي والي په توګه ټاکلی او ټاکل شوې ده چې د نوي کال له پیلیدو وړاندې خپل کارپیل کړي.
تر اوسه اسلامي جمعیت او عطامحمد نور په دې تړاو کوم څه نه دي یولي، خو ښاغلی رهګذر هغه د هغو دریو کسانو څخه دی چې د عطامحمد نور له خوا د بلخ د ولایت لپاره حکومت ته معرفي شوی و.
ولسمشر غني څه باندې دوه میاشتې وړاندې اعلان وکړ چې د عطامحمد نور استعفا یې منلې، خو ښاغلي نور دا استعفا مشروطه وبلله او اعلان یې وکړ چې نه یې مني.
حکومت محمد داوود د بلخ د نوي والي په توګه اعلان کړ، خو د ښاغلي نور له شرطونو څخه یو دا و چې نوی والي په د هغه په خوښه ټاکل کیږي.
محمد اسحاق رهګذر هغه څوک و چې د نور له خوا حکومت ته معرفي شوی وی.
د مطلب کود: 159977