دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۳ حوت ۱۳۹۶ ساعت ۰۹:۴۸
د مطلب کود : 160026
امریکا افغانستان کې له داعش سره مرسته کوي
د ایران د بهرنیو چارو وزیر وايي په گاونډي افغانستان کې د داعش د شتون دوي اندیښمن کړي دي.
دغه ایراني دیپلومات د امریکا پوځ په افغانستان کې د داعش د څانگې په مرستې تورن او وویل چې امریکا غواړي له دې لارې په دغه جنگ ځپلي هیواد کې ځای پیدا کړي.
هغه په دې اړه نور معلومات ورنکړل، خو واشنگټن دغه ادعاوې ردوي او هغه "پروپاگند" گڼي. امریکايي چارواکي وايي چې د افغان ځواکونو سره په گډه د داعش پر وړاندې د ترهگرۍ ضد عملیات پرمخ بیایي اږ د دغې ډلې زیات شمیر جگړه ماران یې وژلي دي.
وزیر محمد جواد ظریف په اسلام آباد کې د خپل رسمي سفر پر مهال وویل چې د پاکستان سره یې په گډه دوه هغه ځانمرگي بریدونه یې خنثی کړي چې پاکستان میشتو یاغیانو پلان کړي وو.
هغه د پاکستاني ملکي او پوځي چارواکو سره په خبرو کې د دواړو هیوادونو ترمنځ د تروریزم ضد د امنیتي همکاریو په زیاتولو ټینگار وکړ.
ښاغلی ظریف وایي "په سیمه کې د داعش موجودیت دوی ته گواښ دی. داعش په عراق کې وځپل شو، خو ایډیالوژي یې ماته نه شوه او دې ډلې ماتې ونخوړه."
ښاغلي ظریف د جیو تلویزیون سره په مرکه کې وویل "متاسفانه تیره شپه د پاکستان د خاورې نه پر ایران د دوه ځانمرگو بریدونو هڅه وشوه. دواړه خنثی کړای شول او مونږ سره د پاکستان وسله والو ځواکونو ښه همکاري وکړه."

 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcauwn6i49niw1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته