د هلمند امنیتي چارواکو ته وویل، چې دا برید د نادعلي ولسوالۍ د تریخ ناور په سیمه د سرحدي پولیسو یو مرکز سره نه دی شوی دی.
د هلمند امنیه قومندان مل پاسوال عبدالغفار ساپي امریکاغږ اشنا رادیو ته وويل چې ځانمرګي برید کوونکي په دغه برید کې د مازدا لارۍ څخه کار اخیستی او سرحدي پولیسو پوستو سره یې نږدې دغه موټر ته چاودنه ور کړې.
مل پاسوال ساپي وویل " لومړني معلومات دادي، چې پېښه د مازدا موټر په وسیله ځانمرګی برید وو، چې دوه سرحدي پوليس پکې وژل شوي او یو تن پکې ټپي دی، برید ګر غوښتل چې پوستې ته ځان ورسوي چې د کمر بند د تالاشۍ سرتیرو پيژندلی او وړاندې تګ مخه يې نیولې".
خو د هلمند یوې امنیتي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط امریکا غږ اشنا رادیو ته وويل، چې په پېښه کې تر اوسه د شپږ سرحدي پوليسو د وژل کیدو معلومات دوی ته رسیدلي دي.
تریخ ناور د نادعلي ولسوالۍ او لښګرګاه ښار ترمنځ د غځيدلي سړک پر سر پرته سیمه ده چې د افغان ځواکونو امنيتي ځواکونو پوستې پکې ځای پر ځای دي.
تر اوسه چا د دې برید مسئولیت په غاړه ندی اخیستی.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)