په دایکنډي ولایت کې یوې ټرافیکې پېښې ۷ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
دایکنډي ولایت کې ټرافیکي پېښې دوه ښځې او یو سړی وژلي
23 حوت 1396 ساعت 14:28
په دایکنډي ولایت کې یوې ټرافیکې پېښې ۷ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د دایکنډي ولایت سیمهییز چارواکي وايي، د دغه ولایت په شهرستان ولسوالۍ کې د یوه فلاینکوچ موټر د چپه کېدو پېښه کې دوه ښځې او یو د پاخه عمر سړی وژل شوی او څلور تنه نور ټپیان دي.
د دایکنډي د والي ویاند سید اکبر ناطقي ازادي راډيو ته وویل چې پېښه تېره ورځ هغه مهال په «پای بېط» سیمه کې چې د هلمند سیند غاړه ده رامنځته شوه چې یاد موټر د ولسوالۍ مرکز ګیرو ته په لاره و.
د پېښې لامل د موټر چلوونکي بېاحتیاطي یاده شوې.
د مطلب کود: 160056