دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۳ حوت ۱۳۹۶ ساعت ۱۴:۲۸
د مطلب کود : 160056
دایکنډي ولایت کې ټرافیکي پېښې دوه ښځې او یو سړی وژلي
په دایکنډي ولایت کې یوې ټرافیکې پېښې ۷ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د دایکنډي ولایت سیمه‌ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت په شهرستان ولسوالۍ کې د یوه فلاینکوچ موټر د چپه کېدو پېښه کې دوه ښځې او یو د پاخه عمر سړی وژل شوی او څلور تنه نور ټپیان دي.
د دایکنډي د والي ویاند سید اکبر ناطقي ازادي راډيو ته وویل چې پېښه تېره ورځ هغه مهال په «پای بېط» سیمه کې چې د هلمند سیند غاړه ده رامنځته شوه چې یاد موټر د ولسوالۍ مرکز ګیرو ته په لاره و.
د پېښې لامل د موټر چلوونکي بې‌احتیاطي یاده شوې.
 
https://avapress.com/vdcdkz0f9yt09z6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته