کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ولسمشر غني: ارګ د استبداد ځای نه دی

23 حوت 1396 ساعت 14:42

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني وايي هر څوک چې د ولسمشرۍ ته رسیږي، د خلکو د ارادې پر بنسټ دغه ځای ته رسیږي او ارګ د زورواکۍ ځای نه دی.



ښاغلی غني چې نن یې په ارګ کې د عبدالعلي مزاري د ۲۳ تلین په مناسبت جوړې شوې غونډې ته خبرې کولې وویل، د ارګ اصلي څښتان د افغانستان خلک دي او یوازې د څو ورځو لپاره دغه ځای هغه ته ورکول شوی.
ښاغلي غني زیاته کړه " د جمهوري ریاست ارګ نه د استبداد ځای دی، او نه دا چې دا کور په یوه شخص اړه لري، دا کور یوازې او یوازې د افغانستان په ازادو خلکو اړه لري."
ولسمشرغني په داسې وخت کې دغه ډول څرګندونې کوي چې د هغه اپوزیسیون په ځلونو ښاغلی غني په ارګ کې د واک پر انحصار تورن کړی.
ولسمشر غني خپل حکومت د سولې، ثبات او د افغانستان د پرمختګ اساس وباله او ویې ویل چې د حکومت سیاسي غېږه باید محدوده نه لکې ستره وي.
له بلې خوا ښاغلي غني ټینګار وکړ چې افغانان لوی سیاسي زغم ته اړتیا لري او باید په رښتیني توګه د یو بل خبرو ته غوږ ونیسي چې پایلې ته ورسیږي.
د سولې ګامونه
د افغانستان د سولې عالي شورا خوشبینه ده او وايي چې په راتلونکې کال کې به د سولې په اړه د خبرو اترو او د جګړې د پای ته رسولو په لار کې مهم ګامونه واخلي.
د دغې شورا رئیس محمد کریم خلیلي چې د نن په مراسمو کې یې خبرې کولې، وویل له دې سره سره چې د سولې د خبرو اترو په اړه بدبینۍ شتون لري، خو راتلونکی کال هیله ورکوونکی دی.
هغه زیاته کړه " موږ په راتلونکې کال کې د جګړې د ختمولو او یا کمولو او د سولې لپاره مهم کوټلي ګامونه پورته کوو، زه راتلونکی کال یو ښه کال وینم، او هیله مند یم چې د ملي وحدت حکومت رهبري به له دې ګامونو چې پورته کیږي ملاتړ کوي”
ښاغلي خلیلي، خلکو ته ډاډ ورکړ چې د سولې عالي شورا به له مخالفینو سره په مخامخ یا غیر مستقیم ډول د سولې خبرې اترې پېل کړي.
د افغانستان د سولې عالي شورا ټینګار وکړ که وسله وال مخالفین – طالبان – هم په خپلو رسمي پیغامونو او لیدلوري کې جګړه د حل لاره نه بولي او دا یوه “ ښه مشترک ټکی”دی.
هغه همدارنګه وویل چې په تېرو مسایلو او پېښو کې پاتېدل، د جګړې، بدبختۍ او وروسته پاتي والي لامل کیږي او تېر ته باید د عبرت د درس په توګه وکتل شي.
ولسشمر غني همدارنګه ټینګار وکړ چې تېر نه باید د افغانستان د اوس او راتلونکې خنډ وګرځي، خو زیاته یې کړه، که تاریخي درک شتون ونه لري نو د افغانستان د یوې برخې د خلکو یا د ټولو خلکو له درده به خبر نه وي.
د ولسمشر په باور د تېرو دردونو د درملو کلي او راتلونکو موخو ته د رسېدلو لار، د ملي یووالي او ټولنیز عدالت تطبیق دی.


د مطلب کود: 160059

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/160059/ولسمشر-غني-ارګ-د-استبداد-ځای-نه-دی

آوا
  https://www.avapress.com