کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

امریکا افغان پوځ ته نوې جنگي جت الوتکې ورکوي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 23 حوت 1396 ساعت 18:03

د افغانستان هوایي ځواکونه به ډیر ژر د امریکا د متحده ایالاتو له خوا نوي غښتلې جنگي الوتکې ترلاسه کړي چې ښایي د طالبانو پر ضد جگړه کې گټورې وي.


د امریکا هوایي ځواکونو د یو امریکایي دفاعي شرکت سره د ٨٦ میلیون ډالرو تړون لاس لیک کړی چې د افغانستان حکومت ته نوې AC-208 یو ماشینه توربو جنگي الوتکې برابرې کړي.
تر اوسه د امریکا هوایي ځواکونو ددغه الوتکو د ورکړې په اړه په رسمي توگه څه ندي ویلي، خو د رپوټونو له مخې ښایي اوه AC-208 الوتکې د افغانستان حکومت ته ورکړي.
دغه جنگي الوتکې داسې جوړې شوي چې دفاعي او څارونکی سیستم یې خورا دقیق عمل کوي او په حقیقت کې د کوچنیو یاغي جنگیالیو د ځپلو لپاره ډیره ښه وسیله ده.
دغه الوتکې کولای شي څلور AGM-114 میزایل، دوه ٧٠ میلي متره راکټ او همداشان ډول ډول توغندي ولیږدويچې هدف په خورا دقیق ډول په نښه کوي. دا الوتکې به د A-29 سوپر توکانو الوتکو تر څنگ په جگړه کې ونډه واخلي چې همدا اوس افغان پیلوټان ترې استفاده کوي.
​دغه نوې جنگي الوتکې په داسې حال کې افغانستان ته ورکول کیږي چې همدا اوس د طالبانو او یاغي ډلو پر ضد د امریکا د متحده ایالاتو او د افغانستان د هوایي ځواکونو بمبارۍ زیاتې شوې دي او د لومړي ځل لپاره په تیرو ١٧ کلونو افغان پیلوټان د عملیاتو مشري په غاړه لري.
په افغانستان کې د ناټو د قاطع ماموریت یو ویاند نیکولاس پلنتي د امریکا غږ ته ویلي دي چې د افغانستان هوایي ځواکونو په ٢٠١٧ کال کې د مخالفانو پر مرچلو ۲۰۵۱ عملیاتي پروازونه کړي دي. په داسې حال کې چې یو کال مخکې افغان ځواکونو ١٦٨٩ تعرضي پروازونه کړي وو.
له بلې خوا د امریکایي او افغان پوځیانو د هوایي بریدونو زیاتوالی د ملکي افغانانو د تلفاتو د زیاتوالي اندیښنې هم رامنځ ته کوي، که څه هم چې ناتو او امریکایي ځواکونو په ټینگار سره ویلي دي چې هڅه کوي په پخلو عملیاتو کې له ډیر دقت نه کار واخلي
 


د مطلب کود: 160088

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/160088/امریکا-افغان-پوځ-ته-نوې-جنگي-جت-الوتکې-ورکوي

آوا
  https://www.avapress.com