دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۴ حوت ۱۳۹۶ ساعت ۱۱:۳۹
د مطلب کود : 160117
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، د کندهار په شاولي کوټ ولسوالۍ کې د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو تازه پیښه يې ثبت کړې ده.
د عامې روغتیا د وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي، چې په شاولي کوټ ولسوالۍ کې کوم ماشوم چې ګوزڼ وهلی دمخه یې د پولیو واکسین نه وو اخیستی.
دا په روان میلادي کال کې په کندهار کې د پولیو درییمه پیښه ده چې تراوسه ثبت شوې ده.
همداشان د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په دې اعلامیه کې د کونړ ولایت د غازي اباد په ولسوالۍ کې د پولیو نوې پیښه هم تائید کړې او ویلی دي، کومه ماشومه چې د ګوزڼ په ناروغۍ اخته شوې، هغې هیڅکله د پولیو واکسین نه وو اخیستي.
دا وزارت وایي، دا دواړه پيښي په داسي کورنيو کي رامنځته شوي چې د کورنیو مشرانو یې ماشومانو ته د پولیو واکسين د ورکولو سره مخالفت کوه.
د عامې روغتیا وزارت وایي، په ملي کچه يو ټيم ګمارل شوی ترڅو ددې پيښو بشپړه څيړنه ترسره کړي او د خطرکچه يې معلومه کړي ترڅو دا څرګنده شي، چي نورو سيمو ته ددې ناروغۍ د خپريدو څومره احتمال شته دی.
افغانستان، پاکستان او نایجیریا هغه درې هیوادونه دي، چې لا هم د پولیو ویرس په کې د ماشومانو ژوند ته ګواښ را ولاړوي.
په روان عیسوي کال کې په افغانستان کې د پولیو پنځه مثبتې پیښې ثبت شوي دي.
تېر عیسوي کال په افغانستان کې د پولیو څوارلس مثبتې پيښې ثبت شوي وې.
د پوليو يا د ماشومانو د ګوزڼ دا پيښې په داسې حال کي ثبت شوي چې همدا اوس د دې ناروغۍ په وړاندې په افغانستان کي د پولیو ضد کمپاين روان دی.
ټاکل شوې د دې کمپاین په ترڅ کې به په روانه اونۍ کي په افغانستان کې ۹.۹ میلیونو ماشومانو ته د پولیو ضد واکسين ورکړل شي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcb8gb8zrhb08p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته