دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۴ حوت ۱۳۹۶ ساعت ۱۲:۱۰
د مطلب کود : 160125
په ارزګان کې ۳۰ تنو تښتول شویو مسافرو څخه ۱۷ تنه آزاد شوي
سیمه ایز سرچینی وایی چی ۱۷ تنه مسافر د ۳۰ تنه تښتول شویو څخه د کندهار-ارزګان په لویه لاره کې، د قومی مشرانو منځګړیتوب سره د مسلح تروریستانو له لوری آزاد شوی دی.

د افغان غږ خبری آژانس په ریپورت سره، مسلح کسان ۱۵ ورځې مخکې، ۳۰ تنه مسافر د کندهار-ارزګان په لاره کې، د موټر څخه کښته کړی او ځان سره تښتولی وو.
د هغه کسانو څخه ۱۷ تنه یی په دوه ډله کې د سیمه ایزو مشرانو په منګړیتوب سره آزاد شوی دی.
دوست محمد نایاب؛ د ارزګان والی ویاند د چهارشنبه په ورخ آزادی رادیو ته وویل چی د نورو ۱۳ تنو آزادولو لپاره هم هڅه روانه ده.
عبدالقوی عمری؛ د ارزګان ولایت امنیت آمر هم ویلی دی چی ټول تښتول شوی کسان ملکی وګړي دی.
https://avapress.com/vdcauwn6m49ni61.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته