افغان پوځ په فاریاب ولایت کې تازه دمې سرتېري استولي او د ترهګرو او وسله والو ډلو پر وړاندې د تازه عملیاتو د پیل موخه پوځي نوي پرمختللې پوځي تجهیزات ځای پر ځای کړي.
فاریاب ته تازه دمې سرتېري او پوځي تجهیزات رسېدلي
24 حوت 1396 ساعت 14:32
افغان پوځ په فاریاب ولایت کې تازه دمې سرتېري استولي او د ترهګرو او وسله والو ډلو پر وړاندې د تازه عملیاتو د پیل موخه پوځي نوي پرمختللې پوځي تجهیزات ځای پر ځای کړي.
په شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو وایي، د افغان پوځ د ځانګړي ځواکونو اړوند جنګي الوتکې او تازه دمې سرتېري فاریاب ولایت ته رسېدلي دي.
ټاکل شوې چې تازه دمې سرتېري د پرمختللې وسلو په وسېله د ترهګرو پر وړاندې پوځي عملیات پیل کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د ملي دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري پرون وویل، چې د فاریاب ولایت د پشتون کوټ ولسوالی په مربوطاتو کې د افغان پوځیانو د عملیاتو په ترڅ کې د خطاب او طوفان په نوم دوه ځایي طالب ډلمشران وژل شوي.
د جنرال وزیري په وینا، د فراه ولایت د بالا بلوک ولسوالی اړوند په شمال ګاه او صمد خېلو سیمو کې هم د وسله والو طالبانو څلور غړي وژل شوي.
نوموړی زیاته کړه، چې دغه کسان د افغان پوځ د هوایي او ځمکنیو عملیاتو په ترڅ کې وژل شوي.
د دولت ضد وسله والې او ترهګرې ډلې د وسله والو طالبانو په ګډون تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د مطلب کود: 160140