دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۴ حوت ۱۳۹۶ ساعت ۱۷:۲۳
د مطلب کود : 160160
ترامپ: نظامی قدرت څخه په ګټه اخیستنې سره به په افغانستان کې سوله رامنځته کړو
دونالد ترامپ؛ د امریکا ولسمشر وایی چی امریکایی قوماندانان په افغانستان کې په جنګونو کې نظامی ظرفیتونو څخه ګټه لازم اختیارات لری او موږ نظامی قدرت باندی تکیه کولو سره به سوله رامنځته کړو.

د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، دونالد ترامپ د امریکا سن دیګو ښار کې دریایی تفنګدارانو پایګاوو څخه لیدنه کې اعلان کړ چی د هغه دولت د قدرت څخه په ګټه اخیستنې سره به سوله په افغانستان کې رامنځته کړی.
ترامپ وویل: په افغانستان کې امریکایی قوماندی د لازم اختیاراتو لرونکې دی ترڅو د خپل ټول نظامی ظرفیتونو څخه د طالبانو په وړاندی ګټه پورته کړی.
که څه هم امریکا ولسمشر په افغانستان کې جنګ ډیرولو باندی ټینګار کړی؛ خو افغانستان دولت چارواکې، هر وخت دا خبری کوی چی افغانستان کې جنګ نظامی حل لاره نه لری.
دا په داسی حال کې دی چی جنرال جیمز متیس؛ د امریک دفاع وزیر خپل اخیر سفر کې کابل کې ویلي وو چی امریکا د سیاسی لاری افغانستان کې جنګ بریالیتوب لپاره هڅه کوی.
له بل لوری رکس تیلرسون؛ د امریکا برکناره شوی خارجه وزیر د خپل سمت څخه برکناره کیدو وروسته، په یو خبری ناسته کې په افغانستان کې امریکایی ځواکونو ډیریدو څخه ملاتړ وکړ.
 
https://avapress.com/vdcjmyevyuqemvz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته