دخپریدو نیټه :جمعه ۲۵ حوت ۱۳۹۶ ساعت ۱۰:۳۰
د مطلب کود : 160171
کونړ کې داعشیانو ته درنه مرګژوبله
د افغانستان په کونړ ولایت کې امریکایی ځواکونو هوایی بریدونو له امله داعش ډلې څلور غړي وژل شوی دی.
 
په ختېځ کې د ۲۰۱ سیلاب قول اردو پرون وویل، د داعشیانو پر خلاف تازه هوایي برید د ماڼوګې ولسوالی په مربوطاتو کې ترسره شوې ده.
سرچېنه زیاتوي، چې د ماڼوګې اړوند په لېچلام سیمه کې د امریکایي ځواکونو د بې پیلوټه الوتکو د هوایي برید په ترڅ کې د داعش څلور غړي وژل شوي او یو بل ټپي دی.
د سیلاب قول اردو په وینا، د هوایي برید په ترڅ کې امنیتي ځواکونو او ځایي اوسېدونکو ته زیان نه دی رسېدلی.
د دولت ضد وسله والې او ترهګرې ډلې د داعشیانو په ګډون تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
 
https://avapress.com/vdcbzgb88rhb08p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته