دخپریدو نیټه :شنبه ۲۶ حوت ۱۳۹۶ ساعت ۱۱:۳۸
د مطلب کود : 160204
د بلخ چارواکي: د نوروز جشن لمانځلو ته لازم تدابیر نیول شوي
د بلخ امنيتي چارواکي په مزار شريف کې د نوروز د ورځې لمانځلو په خاطر د ځانګړو امنيتي تدابيرو خبرو ورکوي.

د ۲۰۹ شاهين قول اردو وياند نصرت الله جمشيدي ته وويل چې شا او خوا څلور زره امنيتي ځواکونه په مزار شريف کې د نوروز جشن د مراسمو د امنیت لپاره ګومارل شوي دي.
په همدې حال کې د بلخ د پولیسو وياند شير جان دراني په بلخ ولايت کې د نوروز د جشن د امنيت په خاطر د تدابيرو په اړه وويل:
"ملي اردو، ملي پوليس، سرحدي ځواکونه، ملي امنيت ریاست، عامه نظم او هوايي ځواکونه ټولو د یوه مشترک پلان پر اساس مزار شريف ښار په امنيتي توګه پوښلی او پر ټولو اصلي او فرعي کمربندونو چې له سړکونو سره وصل دي، امنتي ځواکونه ګومارل شوي دي."
هر کال ګڼ شمېر خلک د سخي جندې پورته کولو او د نوروز جشن لمانځلو ته مزار شريف ته ځي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdciuuaz5t1aqr2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته