کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

برازیل د ساحلي فوټبال یوه افغان لوبغاړي ته د روزونکي سند ورکړی

26 حوت 1396 ساعت 14:09

د افغانستان د فوټبال فدراسيون وايي، د افغانستان د ساحلي فوټبال د ملي ټيم یو لوبغاړی توانېدلی چې له برازيل څخه په دې رشته کې روزونکی سند تر لاسه کړي.



د افغانستان د فوټبال فدراسيون پر خپله رسمي فيسبوک پاڼه اعلاميه خپره کړې چې وايي، حضرت ګل باران د افغانستان د ساحلي فوټبال ملي ټيم لوبغاړی او د فوټبال فدراسیون د ساحلي فټبال کمېټې مسئول پاته شوی.
ده د ساحلي فوټبال په بېلابېلو برخو کې په برازیل کې زده کړې کړي دي.
له دې سره چې افغانستان ساحل نه لري، خو د افغانستان ساحلي ملي فوټبال ټيم د اسيا په ۵۲ ساحلي فوټبال ټيمونو کې لسم مقام لري.
ساحلي فوټبال وروسته له هغه په افغانستان کې مينه وال پيدا کړل چې په ۲۰۱۳مېلادي کال کې د ساحلي فوټبال ملي ټيم په خپله لومړۍ نړيواله لوبه کې د قطر ساحلي فوټبال ټيم ته ماتې ورکړه.


د مطلب کود: 160218

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/160218/برازیل-د-ساحلي-فوټبال-یوه-افغان-لوبغاړي-ته-روزونکي-سند-ورکړی

آوا
  https://www.avapress.com