دخپریدو نیټه :شنبه ۲۶ حوت ۱۳۹۶ ساعت ۱۴:۴۰
د مطلب کود : 160222
ننګرهار کې نهه ملکي وګړي وژل شوي
د ننګرهار امنیتي سرچینې مني چې تېره شپه د چپرهار ولسوالۍ کې د '۰۲' ځانګړې قطعې په عملیاتو کې اته ملکي وګړي وژل شوي دي.

پېښې تېره شپه چپرهار ولسوالۍ د هدیه خېلو او ماڼو سیمو کې شوې دي.
همداشان نن یوولس بجې د چپرهار په ولسوالۍ کې په سلګونو کسانو د دغو ملکي وګړو د وژنې د غندنې لپاره لاریون وکړ، چې د لاریون کوونکو او امنیتي ساتونکو ترمنځ په اخ او ډب کې د دغه لاریون یو ګډون کوونکی د ولسوالۍ د امنیتي ساتونکو په ډزو کې وژ ل شوی دی.
یوې حکومتي سرچینې چې نوم نه ښيي امریکا غږ ته وویل چې تېره شپه په دغو دواړو سیمو کې یو شمیر اوسیدونکي د خپلو کروندو په اوبه خور لګیا و چې افغان ځواکونو پرې د وسله والو مخالفینو شک کړی او عملیات کړي، چې له امله یې اته تنه ملکي وګړي وژل شوي.
د چپرهار د انکشافي شورا مشر ملک محکم خان امریکا غږ ته وویل " عام خلک یې ویشتلي دي او وژلي یې دي، ببمبار هم شوی دی، ټول عام خلک و، پټي یې اوبه کول او دا کار یې کړی دی".
د ننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوږیاڼي امریکا غږ ته وویل چې عملیات شوي، مرګ ژوبله هم لري او د دغو پيښو پلټنه روانه ده.
د پیښې د غندنې په لاریون ډزې شوي
د ملکي کسانو وژنو په غبرګون تر دوه سوه قومي خلکو د چپرهار ولسوالۍ په مرکزي بازار کې نن لاریون وکړ او له حکومت څخه یې وپوښتل چې ولې ولسي خلک وژلي.
لاریون چې د ولسوالۍ ودانۍ ته څېرمه و، چارواکي وايي ځینو کسانو هڅه کوله چې ولسوالۍ ته ننوځي او ستونزې جوړې کړي، نو د لاریون کوونکو د خورولو لپاره پولیسو ډزې کړي چې یو لاریون کوونکی پکې وژل شوی او دوه نور زخمیان دي.
امنیتي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط دغه اطلاعات تاییدوي، خوپه ښکاره ډول څه نه وايي.
ننګرهار کې د داعش وسله وال وژل شوي
ختیځ زون کې د ملي اردو د ۲۰۱ سېلاب قول اردو قوماندانۍ په یوه اعلامیه کې ویلي چې تېره ورځ د نازیانو ولسوالۍ په ګورګورۍ سیمه کې د افغان پوځ طیارو پر داعش ډلې بمباري کړې چې شپږ داعش وسله وال پکې وژل شوي او دوه نور زخمیان دي.
اعلامیه کې راغلي چې د نازیانو ولسوالۍ په دوه خوله سیمه کې د لشکر اسلام او داعش ډلې تر منځ جګړه شوې چې له امله یې شپږ داعش وژل شوي او دوه د لشکر اسلام وسله وال زخمیان دي.
تر اوسه داعش یا لشکر اسلام ډلې په دې اړه څه نه دي ویلي.
 
https://avapress.com/vdciruazrt1aqr2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته