کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ارگ: غني د جنجوعه سره د سولې په وړاندیر خبرې وکړې

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 26 حوت 1396 ساعت 16:53

د افغانستان جمهوري ریاست په یوه اعلامیه کې ویلي چې د جمهور رئیس غني او د پاکستان د ملي امنیت د سلاکار ناصر جنجوعه تر منځ په "کتنه کې چې د ارګ په دلکشا ماڼۍ کې وشوه، دواړو غاړو د افغانستان له‌خوا طالبانو ته د سولې په وړاندیز او پاکستان سره د هر اړخیزو مذاکراتو په پیل او څرنګوالي بحث او خبرې وکړې."



په اعلامیه کې دا هم ویل شوي چې په دغه کتنه کې د دواړو هیوادونو ترمنځ "د سیمه‌ییز اتصال او سیمه‌ییزو همکاریو پر اهمیت او ګټو د بحث تر څنګ د جرمي اقتصاد او تروریستي شبکو په فعالیت او هغو سره د مبارزې په لارو چارو هم خبرې وشوې."
همداشان ښاغلي غني د افغانستان او پاکستان ترمنځ د دولت په دولت مذاکراتو د پيل په خاطر چې د "کابل پروسې دویم کنفرانس" کې پرې ټینګار شوی و، د پاکستان صدراعظم شاهد خاقان عباسي ته رسمي بلنه ورکړه چې کابل ته سفر وکړي.
ددغه لیدنې نه وروسته د ښاغلي غني په ټویټر پاڼه ددې لیدنې کتنې عکسونه خپاره شوي او لیکل شوي چې د پاکستان صدراعظم ته یې افغانستان ته د سفر بلنه ورکړې ده.
 
 
دمخه ویل شوي وو چې کابل ته د پاکستان د پوځ ددغه پخواني جنرال د سفر په ترڅ کې به هغه د افغانستان له جمهور رئیس محمد اشرف غني، اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله، د ملي امنیت د سلاکار محمد حنیف اتمر او د افغانستان د ملي امنیت د رئیس محمد معصوم ستانکزي سره وګوري.
دغه لوړپوړی پاکستانی چارواکی په داسې حال کې افغانستان ته سفر کوي چې پدې وروستیو د افغانستان جمهور رئیس طالبانو ته له شرط او قید پرته خبرو وړاندیز کړی او د سولې د خبرو په خاطر یې هغوی ته د یو لړ امتیازونو د ورکولو خبره هم کړې چې په کې د یو سیاسي گوند په توگه ددې ډلې پیژندل، د هغوی د بندیانو خوشې کول او پر مشرانو باندې بندیزونه لیرې کول شامل دي.
د پاکستان د ملي امنیت د سلاکار دفتر په یوه اعلامیه کې چې تیره ورځ په اسلام اباد کې خپره کړې ویلي، چې کابل ته ښاغلی جنجوعه د افغانستان د ملي امنیت د سلاکار محمد حنیف اتمر په بلنه سفر کړی دی.


د مطلب کود: 160236

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/160236/ارگ-غني-د-جنجوعه-سره-سولې-په-وړاندیر-خبرې-وکړې

آوا
  https://www.avapress.com