سبا یکشنبه د هندوستان په مرکز نوي ډهلي کې د سوداګرۍ نړیوال سازمان يا (WTO) د غړو هېوادونو نړیوال کنفرانس جوړېږي.
په هندوستان کې د سوداګرۍ د نړیوال سازمان د غړو کنفرانس جوړېږي
د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 26 حوت 1396 ساعت 17:58
سبا یکشنبه د هندوستان په مرکز نوي ډهلي کې د سوداګرۍ نړیوال سازمان يا (WTO) د غړو هېوادونو نړیوال کنفرانس جوړېږي.
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت د نړیوالې سوداګرۍ عمومي رئیس میرسعید سعیدي نن شنبه ازادي راډیو ته وویل چې په دغه کنفرانس کې په عمومي تعیناتو او د سوداګرۍ په برخه کې د پرتو ستونزو په حل لارو بحث او خبرې کېږي.
ښاغلی سعیدي وايي، هغه خنډونه چې د سوداګرۍ او ټرانزیټ په برخه کې د پاکستان له لورې افغانستان ته جوړي شوي، افغان لوری به یې د دغه سازمان له غړو هېوادونو سره شریک کړي.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، پاکستان په دغه کنفرانس کې له ګډونه انکار کړی.
د مطلب کود: 160243