کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په زابل ولایت کې یو پاکستاني جنرال وژل شوی

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 27 حوت 1396 ساعت 12:09

په سوېل زابل ولایت کې ځایي حکومتي چارواکي وایي، د ش



اجوی ولسوالی په مربوطاتو کې یو پاکستاني جنرال د یوې چاودنې په ترڅ کې وژل شوی.
چارواکي زیاتوي، چې پیښه په وروستیو کې د شاجوی ولسوالی په مربوطاتو کې رامنځته شوې ده په ترڅ کې د پاکستاني جنرال یو ساتونکی هم وژل شوی دی.
د زابل ولایت د والي ویاند ګل اسلام سیال وایي، د جنرال نواز په نوم دغه پاکستاني جنرال له وسله وال طالبانو سره اړیکې درلود او د جمعې په شپه ناوخته په باختو کلي کې د چاودنې په ترڅ کې وژل شوی.
د دولت ضد وسله والې او ترهګرې ډلې د وسله والو طالبانو په ګډون تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده چې افغان چارواکو تل ادعا کړي چې پاکستان له وسله والو طالبانو او حقاني شبکې اړوند له وسله والو سره مرستې کوي.
که څه هم د طالبانو په لیکو کې د بهرنیانو موجودیت نوې خبره نه ده خو د افغانستان په خاوره کې د وسله والو طالبانو په ملاتړ د یوې لوړپوړی پاکستاني جنرال فعالیت بې سارې ګڼل کیږي.
 


د مطلب کود: 160276

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/160276/په-زابل-ولایت-کې-یو-پاکستاني-جنرال-وژل-شوی

آوا
  https://www.avapress.com