دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۷ حوت ۱۳۹۶ ساعت ۱۳:۰۳
د مطلب کود : 160281
په هلمند کې د ۱۹ تنو وسله والو وژل کېدنه
د میوند ۲۱۵ قول اردو چارواکو په وینا، افغان او بهرني ځواکونو د هلمند په ځینو ولسوالیو کې بریدونو په ترڅ کې ۱۹ تنه دولت ضد وسله وال وژلي دی.

د دغه قول اردو په نننۍ په اعلاميه کې ويل شوي چې بهرنيو ځواکونو د ګريشک، مارجې او سنګين ولسواليو په مربوطاتو کې هوايي عمليات کړي چې ١۵ افراطي وسله وال په کې وژل شوي دي.
په اعلاميه کې ويل شوي چې افغان هوايي ځواک بيا په مارجې کې پوځي عمليات کړي، چې ۴ وسله وال هلته وژل شوي دي.
د دغو عملياتو په نتيجه کې د يوې اندازې وسلو او مهماتو د نيول کېدو خبر هم ورکړل شوى دى.
وسله واله ډله تراوسه کوم څه نه دی ویلي.
https://avapress.com/vdcdjz0ffyt09x6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته