په دغه کتنه کې چې د ارګ په دلکشا ماڼۍ کې وشوه، دواړو غاړو د افغانستان لهخوا طالبانو ته د سولې په وړاندیز او پاکستان سره د هر اړخیزو مذاکراتو په پیل او څرنګوالي بحث او خبرې وکړې.
په دغه کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیمهییز اتصال او سیمهییزو همکاریو پر اهمیت او ګټو د بحث تر څنګ د جرمي اقتصاد او تروریستي شبکو په فعالیت او هغو سره د مبارزې په لارو چارو هم خبرې وشوې.
په پای کې جمهوررئیس محمداشرف غني د افغانستان او پاکستان ترمنځ د دولت په دولت مذاکراتو د پيل په خاطر چې د “کابل پروسې دویم کنفرانس” کې پرې ټینګار شوی و، د پاکستان صدراعظم ته رسمي بلنه ورکړه چې کابل ته سفر وکړي.