په شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو وایي، د طالبانو د ماین جوړول ماهر قاري صالح او د هغه دوه ملګري د چمتال ولسوالی کې په مربوطاتو کې له ځانګړي ځواکونو سره د نښتې پر مهال ټپيان شوي.
سرچینه زیاتوي، چې قاري صالح او د هغه ملګري د بارګاه ترکمنیه په کلي کې د ماینونو په ښخولو بوخت وو، چې د پوځ د ځانګړي ځواکونو تر برید لاندې راغلل.
د دولت ضد وسله والې ډلې د وسله والو طالبانو په ګډون تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي یا یوناما وایي د ۲۰۱۷ میلادي کال په ترڅ کې د تاوتریخوالو له امله لږ تر لږه ۳۴۳۸ تنه ملکي وګړي وژل شوي.
یوناما په خپل نوې راپور کې لیکلي، چې تېر کال د بېلا بېلو تاوتریخوالو له امله لږ تر لږه ۷۰۱۵ ملکي وګړي ټپیان هم شوي چې ډیری یې د ځانمرګي بریدونو او د ځای پر ځای شوې چاودېدونکو توکو د چاودنو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی او یا هم ژوبل شوي دي.