د روسیې د ټاکنو کمېسیون وایي، د ټاکنو پایله ښیي چې ښاغلي پوتین په ټاکنو کې تر ۷۶ سلنه زیات رایې ترلاسه کړې دي.
نوموړی په یوه لاریون کې د وینا پر مهال د ټاکنو په هکله د لومړنی پایلې د اعلان هرکلی وکړ او زیاته یې کړه چې د روسیې خلکو او رایې ورکوونکو د وروستیو څو کلونو بریاوې پیژندلې دي.
دا په داسې حال کې ده چې ښاغلي پوتین د ۲۰۱۲ میلادي کال په ټاکنو هم کې کابو ۶۴ سلنه رایې ترلاسه کړې وې.
په دې ټاکنو کې میلیونر پاویل ګرودینین ۱۲ سلنه رایې، سینیا سوبچک ۲ سلنه، او ژیرینوسکي ۶ سلنه راې ترلاسه کړي دي.
خو د روسیې حکومت د مخالف ګوند یو مهم سیاسي مشر الکسي ناوالني په ټاکنو له ګډون منه شوی و.