چارواکي زیاتوي، چې د وسله والو پر خلاف تازه عملیات د نهر سراج، سنګین او مارجې ولسوالی په مربوطاتو کې ترسره شوي.
د هلمند ولایت مقام هم په یوه بیان کې لیکلي، چې په مارجې ولسوالۍ کې افغان هوايي ځواکونو وسله وال ترهګر په نښه کړي چې په ترڅ کې يې ۴ تنه وژل شوي ۱ میل پيکا ۱ میل راکټ او ۴ میله کلاشینکوف د ملي اردو ځواکونو لاسته ورغلي دي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې همدارنګه د هملند ولایت په نهرسراج، مارجې او د سنګين ولسوالۍ ۶۱۱ شاهراه پورې اړوندو سیمو کې بهرنيو هوايي ځواکونو ۱۵ تنه وسله وال طالبان وژلي او ۱ تن يې ټپي شوی دی.
د دولت ضد وسله والې او ترهګرې ډلې د وسله والو طالبانو په ګډون تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د هلمند ولایت او یو شمېر نورو ولایتونو کې د دولت ضد وسله والو پر وړاندې چاڼیز عملیات او هوایي بریدونه دوام لري په داسې حال کې چې د دولت ضد وسله والې ډلې هڅې کوي ترڅو د هېواد په یو شمېر مهمو سیمو کې خپل ترهګریز بریدونه ګړندي کړي.