دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۸ حوت ۱۳۹۶ ساعت ۱۱:۵۳
د مطلب کود : 160332
په نورستان کې د یو شمېر کانونو غیر قانوني کېندنې او په اړه‌یې اندېښنې
په نورستان کې د قیمتي ډبرو په یو شمېر کانونو کې په غیر فني او غیر قانوني ډول کېندنې روانې دي چې د خلکو په وینا ډېره ګټه‌يې د دولت وسله‎والو مخالفینو ته ځي او هغوی د همدې پیسو په وسیله وسلې اخلي، وسله‎وال پرې سمبالوي او بیا د حکومت خلاف جنګېږي.

د نورستان اوسېدونکي وايي، کلونه وشول چې د کونړ او یو شمېر نورو ولایتونو په څېر په نورستان کې هم د قیمتي ډبرو په کانونو کې په غیر فني او غیر قانوني ډول کېندنې روانې دي او د دغو کېندنو په دوران کې داسې ډبرې هم کان کېندونکو ته په لاس ورغلي چې د یوه قیمت‌یې میلیونونه افغانۍ دی.
د لوېدیځ نورستان د نورګرام ولسوالۍ یو تن اوسېدونکی وایي چې حکومتي پوستو او ساحو سره نږدې معدنونو کې هم کار روان دی.
دی زیاتوي:
"دغه نږدې ساحه کې چې د «تیتین» په نوم یادېږي او د زمردو کانونه په‎کې دي، کېندنې روانې دي، حکومت ترې هېڅ خبر نه‎دی چې هلته څوک څه کوي؟"
د نورستان د ولایتي شورا رئیس انجنیر سعدالله پاینده‎زوی وايي، د معدنونو زیاته ګټه د دولت وسله‎والو مخالفینو ته ځي او په همدې پیسو د دولت خلاف جنګ ته دوام ورکوي.
نوموړی زیاتوي:
"که د مخالفینو په ساحو کې کانونه دي او که د دولت په ساحو کې دي، دواړو کې په غیر قانوني او غیر تخنیکي ډول استخراج روان دی چې زما په فکر د دغو کانونو ۵۰ سلنه ګټه وسله‎والو مخالفینو ته ځي."
د نورستان والي حافظ عبدالقیوم د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د کانونو د ریاست له‎خوا په کمو امکاناتو او وسایلو تر اوسه په یاد ولایت کې شااوخوا ۳۰۰ د قیمتي ډبرو کانونه ثبت شوي چې ډېری يې په ناامنو ساحو کې دي او په یو شمېر کې يې غیر قانوني کېندنې هم روانې دي.
د نورستان والي حافظ عبدالقیوم
د نورستان والي حافظ عبدالقیوم
نوموړی زیاتوي:
"۳۰۰ معادن تثبیت شوي، دا چې په‎دې ټولو کار روان دی، په درېیو ساحو کې چې هلته طالبان حاکم دي، یو «پپړوک» ساحه ده، یوه «دماويي» ساحه ده او یوه هم د «پشګره» ساحه ده، دغو ځایونو کې طالبان د کانونو استخراج کوي. د نورګرام په بلیت کې پخوا کېندنې کېدې، خو له کومې ورځې چې زه راغلی یم، هغه مو بندې کړې دي. په پارون او نورو ساحو کې چې حکومت حاکمیت لري هلته هم کېندنې بندې شوې دي."
د والي د معلوماتو له مخې په‎دې ولایت کې د سرو زرو په ګډون د نورو زیاتو قیمتي ډبرو کانونه موجود دي چې که ترې په قانوني او فني ډول استفاده وشي، نو د هېواد په اقتصادي پیاوړتیا کې ګټور ثابتېدای شي.
د نورستان په ګاونډ بدخشان، پنجشیر او کونړ کې د بیروجو، یاقوتو، زمردو او نور زیات کانونه موجود دي چې د تېرو څو لسیزو څخه په‎کې د زورواکو، د دولت د وسله‎والو مخالفینو او عامو خلکو له‎خوا کېندنې روانې دي او د دولت په ځای په یادو سیمو کې زورواکي او د دولت وسله‎وال مخالفین تغذیه او تقویه کېږي.
 
https://avapress.com/vdcaewn6u49nie1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته