د دغه روزنیز مرکز چارواکي وايي، هر کال له دغه تعلیمي مرکزه ۱۵۰۰ تنه سرتېري، ساتنمنان او افسران د فراغت سندونه ترلاسه کوي او هغوی ته د ۸ اوونیو په موده کې، په بېلابېلو برخو کې لکه د اساسي قانون، د وسایطو او د کورونو تلاشي، جم نظام، سلاح کارول، جنګي تاکتیکونه او برسېره پر دې، په ټولنه کې له خلکو سره د ښه چلند په برخه کې ښوونه او روزنه ورکول کېږي.
د کندز د پولیسو د روزنیز مرکز مشر ډګروال زبردست ساپي له ازادي راډیو سره د خبرو پر مهال وویل چې په تېرو ۱۳ کلونو کې له دغه تعلیمي مرکز څخه څه باندې ۳۵ زره تنه ځوانان فارغ شوي او اوسمهال د افغانستان وسلهوال پوځ په بېلابېلو ارګانونو کې کار او فعالیت کوي.
نوموړی زیاتوي:"هغه ځوانان چې له دې ښوونیز او روزنیز مرکزه فارغ شوي دي، اوسمهال په کندز، تخار، بغلان، بدخشان او د هېواد په نورو ولایتونو کې په امنيه قوماندانیو کې، په سرحدي ګنډکونو، لواګانو او همدارنګه د عامه نظم د پولیسو په لیکو کې په دندو بوخت او خپل کار او فعالیت کوي."
د ښاغلي ساپي په وینا، د کندز د دوهم ځل سقوط له کبله د ملي پولیسو اعتبار یوه اندازه زیانمن شوی او دوی هڅه کوي، ترڅو له دې لارې د خلکو او د پولیسو ترمنځ د واټن راکمولو په برخه کې هم کار وکړي.
له دې سره سم هغه شمېر ځوانان چې د پولیسو له دغه تربیوي مرکزه فارغ شوي، د ملي پولیسو منسوبینو لپاره مسلکي زدهکړې ضروري او اساسي بولي او زیاتوي چې د پولیسو مسلکيتوب کولای شي، د پولیسو اعتبار په ټولنه کې زیات کړي او له کبلهیې د پولیسو او د خلکو ترمنځ د همکارۍ فضا نوره هم زیاتېدلای شي.
سید حمیدالله چې له دغه تعلیمي مرکزه فارغ شوی، هغه په ټولنه کې د پولیسو د چلند په اړه وايي:
"پولیس د ټولنې خدمتګار دی، موږ هڅه کوو چې په ټولنه کې د خلکو امنیت تأمین کړو او د بېنظمۍ مخه ونیسو، موږ ښه مسلکي زده کړې کړي او که چېرې ټول ملي پولیس د مسلکي زدهکړو په زېور سبمال شي، نو له کبله بهیې په ټولنه کې د ټولو نيمګړتیاوو لمن ټوله شي."
په ورته وخت کې رشید احمد چې هم د کندز د پولیسو له روزنیز مرکزه فارغ شوی، وايي چې پولیس باید بېپرې وي او د ټولنې له ټولو وګړو سره یو شان چلند وکړي.
دی وایي:
"ما په دې روزنیز مرکز کې ۱۲ اوونۍ زدهکړې کړي او موږ ته په بېلابېلو برخو کې تعلیم او پوهاوی راکړل شوی او اوسمهال زه د یوه مسلکي پولیس په حیث خپله راسپارل شوې دنده په ښه توګه پر مخ وړم."
په کندز کې یو شمېر مدني فعالان، د امنیتي سکټور جوړښت د افغانستان د جمهوري دولت بنسټیزه برنامه بولي او زیاتوي چې دغه بهیر په دې وروستیو کلونو کې په بریا سره پر مخ روان دی، خو ټينګار کوي چې باید د ملي پولیسو ښوونې او روزنې ته لا ډېره پاملرنه وشي، تر څو په ټولنه کې د شته نيمګړتیاوو، ننګونو او ستونزو لمن راټوله شي او د خلکو او د پولیسو ترمنځ واټن لهمنځه ولاړ شي.