دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۸ حوت ۱۳۹۶ ساعت ۱۴:۰۴
د مطلب کود : 160342
کې د حکمتیار غونډې ته څیرمه چاودنه شوې
په ننګرهار ولایت کې د ګلبدین حکمتیار غونډې ته څیرمه چاودنه شوې
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي ددې خبر په تایید سره وویل چې دا چاودنه په یوه موټرسایکل کې د ځای پر ځای شوي چاودیدونکو توکو د چاودنې له امله شوې ده.
ښاغلي خوږیاڼي وویل په دې پيښه کې درې کسان وژل شوي او اته نور ټپيان دي.
دا چاودنه نن دوشنبه څه باندېیوه بجه د جلال اباد لومړۍ ناحیې اړوند بهسودو پله ته څیرمه رامنځته شوې ده.
د عامې روغتیا وزارت چارواکي بیا وایي په دې پيښه کې تر اوسه یو کس وژل شوی او اووه نور ټپيان دي.
دا پيشه هغه مهال شوې چې د حکمتیار غونډه د ختمیدو په حال کې و.
 
https://avapress.com/vdcbagb85rhb0fp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته