دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۸ حوت ۱۳۹۶ ساعت ۱۸:۰۲
د مطلب کود : 160364
افضلي: افغان حکومت او امریکا د کانونو په قراردادونو کې ملي ګټې تر پښو لاندې کړي
د افغانستان د شفافیت د څار بنسټ وايي، له امریکايي شرکتونو سره د افغانستان د سترو کانونو قراردادونه د هېواد له ملي ګټو سره په مخالفت کې دي او باید په اړه‌يې له خلکو او کارپوهانو سره مشورې ترسره شي.
دغه بنسټ وايي چې د هېواد د پرمختګ په خاطر د کانونو د ایستلو مخالف نه‌دي، خو افغان حکومت او د امریکا متحده ایالاتو په دې برخه کې په غیر قانوني پرېکړو د افغانستان ملي ګټې تر پښو لاندې کړې دي.
د یاد بنسټ مشر سید اکرام افضلي د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د کب ۲۸» په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، په‌کار ده چې د قراردادونو په اړه له خلکو، کارپوهانو او مدني فعالانو سره مشوره وشي.
دی ټینګار کوي چې ملي ګټو ته د نه‌پاملرنې په صورت کې، له امریکايي شرکتونو سره دا قراردادونه په افغانستان کې جنګ او فساد پراخوي.

ښاغلی افضلي وایي:"له بده مرغه چې حکومت د هغو سترو قراردادونو په اړه چې ښايي په نږدې راتلونکي کې له امریکا سره لاسلیک شي، خلکو ته لازم اطلاعات او معلومات نه‌دي ورکړي او موږ له اوسني وضعیته جدي اندېښنې لرو، ځکه چې زموږ طبیعي سرچینې زموږ د خلکو حق دی او خلک حق لري چې پوه شي چې د قراردادونو په صورت کې زموږ ملي ګټې څومره په پام کې نیول شوې دي."
د افغانستان د شفافیت د څار بنسټ وايي، ټاکل شوې افغان حکومت ډېر ژر له امریکايي شرکتونو سره د کانونو په اړه قراردادونه لاسلیک کړي، په داسې حال کې چې د خلکو په واک کې یې کافي معلومات نه‌دي ورکړي.
ښاغلی افضلي وايي، خلک باید پوه وي چې دا قراردادونه په کومو شرطونو تر سره شوي، د دوی وړاندیزونه څه دي او د خلکو ګټې څومره په پام کې نیول شوي دي.
د شفافیت د څار یاد بنسټ ادعا کوي چې د افغانستان او امریکا ترمنځ په شوي امنیتي او دفاعي تړون کې افغان حکومت ملزم ګڼل شوی چې د کانونو ستر قراردادونه له امریکا سره لاسلیک کړي.
په کابل کې د امریکا سفیر تېره میاشت په یوه خبري غونډه کې وویل، حکومت‌یې لېواله دی چې له افغانستان سره د کانونو د مدیریت او کېندنې په برخه کې همکاري وکړي.
سفیر جان بس د کانونو د کېندلو په برخه کې د خصوصي سکټور رول مهم بللی او له پانګه‌والو یې وغوښتل چې په دې سکټور کې برخه واخلي.
په یاده غونډه کې نوموړي د امریکايي شرکتونو سره د سترو قراردادونو د لاسلیک په اړه څه ونه‌ویل.
خو د شفافیت د څار بنسټ وايي، د شمال د ډبرو د سکرو کان، په هلمند او ننګرهار کې د نادره عناصرو کان او په هرات کې د مسو او طلا کانونه د امریکايی شرکتونو سره د سترو لاسلیکېدونکو قراردادونو څخه دي.
د جمهور رئیس د ویاند دفتر سرپرست شاه‌حسین مرتضوي په دې اړه چې ایا په رښتیا هم افغان حکومت له امریکايی شرکتونو سره د کانونو قراردادونه لاسلیکوي یا نه؟ څه جزئیات نه‌ورکوي، خو وايي چې د افغانستان د کانونو په اړه شفافیت په پام کې نیول کېږي.
 
نوموړی وایي:"شفافیت په بشپړ ډول وجود لري، که څوک اسناد، شواهد او یا ملاحظې لري، کولای شي له اړوندو بنسټونو او ادارو سره‌یې شریک کړي چې موږ یې تعقیب کړو."
جمهوري ریاست وايي، د کانونو په اړه د افغان حکومت ډېرې هڅې د شفافیت ټینګښت، له کانونو څخه د ناوړه استفادو او غیر قانوني کېندنو څخه مخنیوي ته دي او د هېواد ملي ګټې په هره پرېکړه کې په پام کې نیول کېږي.

 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcfvxdyjw6dvma.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته