کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

حکمتیار: د سولې په اړه طرحه حکومت، امریکا او طالبانو ته سپارل شوې

29 حوت 1396 ساعت 10:58

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار وایي، د سولې په اړه د حزب اسلامي طرحه افغان حکومت، وسله والو طالبانو او د امریکا متحده ایالتونو حکومت ته سپارل شوې.


نوموړی په دې اړه پرون په ننګرهار ولایت کې په یوه غونډه د وینا پر مهال خبر ورکړ.
ښاغلي حکمتیار په دې اړه نور جزئیات ورنه کړل خو زیاته یې کړه چې دی هیله مند دی چې د حزب اسلامي طرحې په اړه د اړوندو خواوو عکس العملونه په یوه او یا هم دوو اونیو کې ترلاسه کړي.
دا په داسې حال کې ده چې ښاغلي حکمتیار له دې وړاندې د نیویارک ټایمز له ورځپاڼې سره د مرکې پر مهال ویلي وو، چې د سولې هدف د ترلاسه کولو په موخه باید د افغانستان دننه د طالبانو لپاره د سولې د ولایتونو په نوم امن سیمې ایجادې شي.
بلخوا وسله والو طالبانو تر اوسه له افغان حکومت سره د سولې د خبرو اترو د پیل لپاره چمتووالی نه دی ښودلی که څه هم افغان چارواکي وایي ملي یووالي حکومت چمتو دی چې وسله وال طالبان د یو سیاسي ګوند په توګه وپیژني.
خو وسله وال طالبان یوازې له امریکا سره د مستقیمو خبرو په هکله پر خپلې غوښتنې ټینګار  کوي.
 


د مطلب کود: 160389

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/160389/حکمتیار-د-سولې-په-اړه-طرحه-حکومت-امریکا-او-طالبانو-ته-سپارل-شوې

آوا
  https://www.avapress.com