دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۹ حوت ۱۳۹۶ ساعت ۱۷:۲۷
د مطلب کود : 160402
ترافیکو پرمخ د کابل-مزارشریف لویی لاری پرانیستل شوي
د بغلان ولایت په مرکز پلخمری کې په لسګونو لاریون کوونکو، د خپلو زامنو محاصره کیدو په غبرګون چی فاریاب ولایت کې دولت مخالف وسله والو له لوری محاصره شوی، د کابل-مزارشریف لویه لار وروسته د څو ساعتونو تړلو بیرته د ترافیک پر مخ پرانیستله.

اعتراض کوونکي وايي، له څو ورځو راهیسې یې زامن چې د افغانستان د ملي اردو سرتیري دي،د فاریاب ولایت په پښتون‌کوټ ولسوالۍ کې د وسله‌والو طالبانو له خوا محاصره شوي دي.
د هغوی پر وینا، د محاصره شوو سرتیرو شمیر ۷۰ تنو ته رسیږي او د پښتون‌کوټ ولسوالۍ په 'سرحوض' او 'یکه‌توت' سیمو کې کلابند شوي دي.
دغه معترضین ټینګار کوي، که دولت یې غوښتنې و نه مني، دوی به د اعتراض په توګه د کابل – شمال لویه لاره د ترافیکو پر مخ بنده وساتي.
خو د فاریاب د پولیسوو ویاند کریم یورش وايي، چې په دغه ولایت کې د پولیس او کومانډو سرتیري د وسله‌والو طالبانو په محاصره کې نه دي.
هغه وویل "محاصره کاملاً ردوم، د کومانډو ځواکونه د سرحوض په سیمه کې د دفاع په حالت کې دي، له بصیر خان اندرابي (په پښتون‌کوټ کې د کومانډو ځواکونو قوماندان) سره یې په خبرو کې ویلي چې موږ په محاصره کې نه یو".
 
https://avapress.com/vdciuuazrt1aq52.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته