دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۱۷:۲۹
د مطلب کود : 160467
په جنوبی ولایتونو کې نوروز لمانځنه
د نوروز جشن مراسم بیله کوم امنیتی پیښی او په ډیر ښه توګه جنوبی ولایتونو کې ولمانځل شو.

د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، تیره ورځ د نوروز جشن په مناسبت د کندهار ارغنداب ولسوالی کې ډیر ښه محفل جوړه شوه.
زمی ویسا، د کندهار والی په دی مراسمو خپل خبرو کې وویل: نوروز د افغانانو یو تاریخی جشن دی چی د کلونو راهیسی په خاص توګه په کندهار او نورو ولایتونو کې لمانځل کیږی.
د کندهار والی زیاته کړه: سږ کال نوروز په ښه توګه او بیله کوم امنیتی پیښی ولمانځل شو.
هغه خپل خبرو په جریان کې د دولت مسلح مخالفانو څخه وغوښتل چی د جنګ او تاوتریخوالی څخه لاس واخلی او نوی کال د سولې کال په حیث معرفی کړی.
همدارنګه د نوروز جشن د هلمند ولایت په بیلابیلو سیمو کې ډیر په ښه توګه ولمانځل شو.
د پکتیکا، کنر، زابل او نورو ولایتونو کې هم د نوروز جشن په ډیره خاصه توګه ولمانځل شوه.
د نوروز جشن په محافلو کې ورزشی، هنری او کلتوری نمایشات هم ترسره شو.
 
https://avapress.com/vdcjmyevauqemxz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته