کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

فاریاب کې هوایی بریدونو له امله وسله والو ته مرګ ژوبله

3 حمل 1397 ساعت 15:21

د افغانستان په شمال فاریاب ولایت کې د هوایی بریدونو له امله څه ناڅه ۲۷ تنه وسله والو ته مرګژوبله اوښتي دی.


 

 د ۲۰۹ شاهین قول اردو پرون وویل، چې د وسله والو پر وړاندې تازه هوایي بریدونه د پشتون کوټ او اندخوي ولسوالیو په مربوطاتو کې ترسره شوي.
سرچینه زیاتوي، چې د اندخوی په مربوطاتو کې د افغان هوایي ځواکونو د هوایي بریدونو په ترڅ کې لږ تر لږه درې تنه وسله وال وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي.
دغه بریدونه د MD-530 ډوله الوتکو په وسیله ترسره شوي او په ترڅ کې د وسله والو یو شمېر وسلې او مهمات هم لمنځه تللي دي.
بلخوا، افغان هوایي ځواکونو د پشتون کوټ ولسوالی په مربوطاتو کې هوایي بریدونه ترسره کړل چې په ترڅ کې ۲۴ وسله وال وژل شوي او ۵ نور ټپيان دي.
د شاهین قول اردو په وینا، په دغو هوایي بریدونو کې د طالبانو دوه مستحکم ځایونه هم ویجاړې شوي.
د دولت ضد وسله وال تراوسه په دی اړه څه نه دی ویلي.


د مطلب کود: 160487

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/160487/فاریاب-کې-هوایی-بریدونو-له-امله-وسله-والو-ته-مرګ-ژوبله

آوا
  https://www.avapress.com