دخپریدو نیټه :جمعه ۳ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۱۵:۲۹
د مطلب کود : 160488
کونړ باندی د پاکستان له لوری توغندي توغونه
په کونړ ولایت کې سیمه ایز چارواکې وایی چی پاکستانی پوځیانو پر کونړ ولایت باندی لسګونه توغندی توپونه توغولی دی.
 
چارواکو په وینا له سې شنبې راهیسې د ډیورنډ کرښې له هاوخوا سیمو څخه تر ۸۰ زیات د توپونو مرمی د کونړ ولایت په دوو ولسوالیو کې لګیدلي دي.
د کونړ ولایت د امنیه قومانداني ویاند فرید الله دهقان وایي، پر ناړی او دانګام ولسوالیو د تازه توپچي بریدونه شوي چې په ترڅ کې یو کور ویجاړ شوی دی.
نوموړی زیاته کړه، چې د تازه توپچي بریدونه ملکي وګړو ته زیان نه دی اوښتې.
د افغانستان ملي دفاع وزارت او په مرکز کې حکومتي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د ملي یووالي حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د شنبې په ورځ د پاکستان د ملي امنیت سلاکار له ښاغلي ناصر خان جنجوا سره د نورو مسایلو ترڅنګ د پاکستان له لوري د توپچي پر ستونزه هم خبرې وکړې.
https://avapress.com/vdcc4xqs42bqe08.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته