دخپریدو نیټه :جمعه ۳ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۱۵:۴۰
د مطلب کود : 160490
حنیف اتمر د افغانستان ملی امنیت سلاکار امریکا ته رسیدلی
د افغانستان ملی امنیت سلاکار دفتر په وینا، د افغانستان ملی امنیت سلاکار آلمان څخه دوه ورځنۍ سفر وروسته د پنجشنبی په ورځ امریکا ته رسیدلی دی.

د خبرپاڼې له مخې؛ ښاغلی اتمر به د امریکا متهده ایالاتو له عالي رتبه مقاماتو سره پر بېلابېلو موضوعاتو رسمي بحثونه او ناستې ولري.
د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر د جرمني د رسمي سفر په ترڅ کې د نوموړي هېواد د لومړۍ وزیرې د ملي امنیت سلاکار جان هېکر د دفاع او بهرنیو چارو وزارتونو له لوړ پوړو مقاماتو سره په رسمي ناستو کې پر امنیتي، سیاسي او ډیپلوماتیکو اړیکو خبرې کړې دي.
جرمني چې تازه یې د نوي حکومت کابینې او پارلمان خپلې رسمي چارې پیل کړي له افغان دولت سره یې د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه، امنیتي، سیاسي او اقتصادي همکارۍ د پاملرنې وړ دي.
 
https://avapress.com/vdcf1xdyxw6dvja.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته