په یوه رسمي خبرپاڼه کې راغلي دي، چې پاکستان د لښکرګاه ښار لوبغالي ته څېرمه ځانمرګي بم برید په کلکو ټکو غندي.
اسلام اباد په دغه برید کې د ملکي خلکو پر وژل کېدو خواشیني څرګنده کړه او زیاته یې کړه چې پاکستان حکومت ترهګرې چې په هر شکل کې وي، په کلکو ټکو غندي او له افغان حکومت او خلکو سره د یووالي پیغام وړاندې کوي.
تر اوسه کوم چا یا ډله د برید مسئولیت په غاړه نه دی اخیستی.
په همدې حال کې ځایي حکومتي چارواکي وایي، د تیرې شپې په برید کې د وژل شویو کسانو شمېر ۱۶ تنو ته رسېدلی دی.
د هلمند والي ویاند وایي، په دغه برید کې لږ تر لږه ۵۲ تنه ټپيان هم شوي او په وژل شویو او ټپيانو کې ماشومان هم شامل دي.
دا په داسې حال کې ده چې د هلمند ولایت مقام تېره شپه وویل، چې په دغه برید کې ۱۴ تنه وژل شوي او ۴۲ نور ټپیان دي.