کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د طالبانو لپاره امن سیمو رامنځته کولو لپاره حکمتیار غوښتنه او په وړاندی یی امرالله صالح غبرګون

4 حمل 1397 ساعت 17:23

امرالله صالح د حکتیار غوښتنې په وړاندی چی طالبانو لپاره امن سیمې رامنځته شی، غبرګون ښودلي.


 

امرالله صالح په خپل رسمي ټویټر پاڼه کې لیکلي، چې حکمتیار د طالبانو لپاره د امن سیمو د رامنځته کولو په لټه کې دی. دا په دې معنی ده چې د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار غواړي د ډیورنډ کرښې محوطه د کابل تر دروازو پورې وغځوي.
ښاغلي صالح د حکومت او طالبانو له خوا د امن سیمو د مدیریت په اړه د ښاغلي حکمتیار د غوښتنې په هکله وویل، چې دغه موافقه د ګندمک موافقې به څېر وي، ځکه لومړنی ډیورنډ د ورته موافقې له امله رامنځته شوه.
 حزب اسلامي مشر نن په یوه خبرې ناسته کې د وینا پر مهال وویل، چې د هغو طالبانو کورنیو لپاره یې د امن سیمې باید رامنځته شي چې د سولې په بهیر کې د ګډون لیوالتیا لري.
نوموړی دا هم وویل، چې د طالبانو لپاره سیاسي دفتر د هېواد دننه باید پرانیستل شي.
ښاغلي حکمتیار هغه راپورونه هم رد کړل، چې ګواکې ده طالبانو ته د ځینو ولایتونو د واک سپارنې وړاندیز کړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې ښاغلي حکمتیار له دې وړاندې هم د نیویارک ټایمز له ورځپاڼې سره د مرکې پر مهال ویلي وو، چې د سولې هدف د ترلاسه کولو په موخه باید د افغانستان دننه د طالبانو لپاره د سولې د ولایتونو په نوم امن سیمې ایجادې شي.


د مطلب کود: 160524

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/160524/د-طالبانو-لپاره-امن-سیمو-رامنځته-کولو-حکمتیار-غوښتنه-او-په-وړاندی-یی-امرالله-صالح-غبرګون

آوا
  https://www.avapress.com