کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

حکمتیار: امریکا او عربستان طالبانو ته امن سیمو رامنځته کولو لپاره موافق دی!

5 حمل 1397 ساعت 10:23

د سیاسی جریانونو سخت غبرګونونو سربیره، ګلبدین حکمتیار؛ د اسلامی ګوند رهبر ویلی دی چی امریکا او عربستان د طالبانو لپاره امن سیمو رامنځته کولو لپاره موافق دی او هیله یی ښودلی ده چی د حکومت له لوری هم قبول شی.



د آوا په ګزارش سره، حکمتیار یو څو ورځې مخکې، افغانستان حکومت او طالبانو سولې لپاره یو طرحه ارائه کړ چی په اساس یی، د طالبانو سره سولې خبرو شروع کولو لپاره، ددی ډلې مشرانو لپاره لازم تسهیلات رامنځته شی.
ښاغلی حکمتیار، د شنبه (حمل ۴) ورځ په یو خبری ناسته کې، طالبانو څخه وغوښته چی بین الافغانی مذاکراتو سره توافق وکړی، طالبانو دفتر په کابل کې رامنځته شی او په مذاکراتو کې د طالبانو او هغوی کورنیو لپاره امن سیمو رامنځته کولو په اړه هم بحث وشی.
 
ددی طرحی په اساس، د امن سیمو امنیت او اداره باید د دواړو لورو په توافق او د دواړو لورو کسانو له لوری صورت ونیسی.
د اسلامی ګوند مشر وویل چی د هغه طرحې ډیره برخه د افغانستان حکومت له لوری قبول شوی دی او هیله مند دی چی امن سیمو رامنځته کونه هم قبوله شی.
ښاغلی حکمتیار، طالبانو ته ځینی ولایتونو سپارلو خبره چی ګویا دده لوری ویل شوی وی، رد کړ او وویل چی داسی اظهارات نه دی ترسره کړی.
همدارنګه اسلامی ګوند مشر حکومت اراده په اړه د ټاکنو رامنځته کولو لپاره وویل چی د حکومت دننه، ځینی لوری سخت د ټاکنو رامنځته کولو سره مخالف دی.
 


د مطلب کود: 160539

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/160539/حکمتیار-امریکا-او-عربستان-طالبانو-ته-امن-سیمو-رامنځته-کولو-لپاره-موافق-دی

آوا
  https://www.avapress.com