دخپریدو نیټه :دوشنبه ۶ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۲۷
د مطلب کود : 160593
افغانستان ویسټ انډیز ته لویه ماتې ورکړه او نړیوال جام غوراوي سیالیو اتلولي وګټله
د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د کرکټ نړیوال جام د غواروي سیالیو په پای لوبه کې ویسټ انډیز ته لویه ماتې ورکړه او د سیالیو اتلولي وګټله.

د نړیوال غوراوي سیالیو پای لوبه نن د زمبابوي په هراري ښار کې جوړه شوه او د لوبې پچه ویسټ انډیز وګټله او توپوهنې پرېکړه وکړه.
ویسټ انډیز د ټولو لوبغاړو په سوځېدلو سره او له ۴۶،۵ اورو څخه ۲۰۴ منډې جوړې کړې.
د توپ اچونې په برخه کې مجیب الرحمن څلور وکټونه ترلاسه کړه او دولت ځدران، شرف الدین اشرف او راشد خان یوه یوه وکټ ترلاسه کړل.
د توپ وهنې په برخه کې افغان لوبډله وتوانېد ورکړل شوې هدف په ۴۰،۴ اورو کې او د درې لوبغاړو په سوخېدلو سره پوره کړي.
محمد شهزاد له ۹۳ توپونو څخه ۸۴ منډې جوړه کړه، ګلبدین نایب ۱۴ منډې، رحمت شاه ۵۱ منډې، سمیع الله شینواري ۲۰ منډې او محمد نبي ۲۷ منډې جوړې کړې.
 
https://avapress.com/vdcjhyevtuqemiz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته