دخپریدو نیټه :دوشنبه ۶ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۳۵
د مطلب کود : 160636
د سولې شورا: داعش په خپلو لیکو کې د میرمنو د جذبولو لړۍ پیل کړې
د سولې عالي شورا ویلي داعش وسلوالې ډلې د افغانستان په یوشمیر سيمو کې خپلې لیکې ته یې د ښځو جلب او جذب لړۍ پيل کړې ده.
د یادې شورا مرستیالې کندهار ته د خپل سفر پر مهال اندېښنه وښوده، چې داعش وسله والو د هیواد په لري پرتو سيمو کې د داعش جنګیالیو د جنسي غوښتنو د پوره کولو په موخه د ښځینه جنګیالیو د جلب او جذب هڅې پيل کړې دي.
حبیبه سهرابي وايي، د دغې چارې د مخنيوي په موخه یې د هېواد په ګڼو ولایتونو کې ځانګړي کمپاینونه او ورکشاپونه پیل کړي دي.
د سولې عالي شورا وايي، داسي نښې يې موندلي، چې دا عش وسله والو د هیواد د بیلابیلو ولایتونو په لري پرتو سيمو کې خپل کرښو ته د نارینوو تر څنګ د ښځو د جلب او جذب لړۍ هم پيل کړې ده.
د سولې عالي شورا مرستیاله حبیه سهرابي چې په سوله کې د ښځو د ونډې د زیاتیدو په موخه کندهار ته د یوه روزنیز ورکشاپ په موخه تللې وه، اندېښنه ښودلې، چې داعش وسله والو د خپلو جنګیالیو د جنسي غوښتنو د پوره کولو لپاره د ښځو د جلب او جزب هڅې پیل کړي دي.
خو په کندهار کې د ښځو چارو رییسه رقیه اڅګزۍ او د ولایتي شوراغړو ویلي چې د دغو ستونزو د مخنيوي لپاره یې د ښارونو په ګډون په ولسوالیو کې او لري پرتو سيمو کې ښځو ته د ورکشاپونو او روزنیزو پروګرامونو هڅې پیل کړي دي.
د دغو ورکشاپونو او روزنیزو پروګرامونو لړۍ دا مهال له ښارونو پیل شوې او هڅه کیږي، چې تر ولسواليو هم وغځول شي.
په دغه روزنیز پروګرام کې تر ډېره هڅه کیږي، چې په سوله کې د ښځو د عملي ونډې تر څنګ د ښځو له لارې خلک د جګړې په ګواښونو هم وپوهول شي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdchxvnz-23n--d.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته