د ارګ ماڼی له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې په منظور شویو قراردادونو کې د لوړو زده کړو وزارت اړوند د اړتیا وړ ډېزلو، پترولو، مایع ګاز او روغنیاتو د تدارک قرارداد او د د قرغزستان له Explore Tec کمپنۍ سره د ۲۰ Gig په ظرفیت د بندویت انټرنټ د تدارک پروژه شامل دي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې همدارنګه د ملي تدارکاتو ادارې مسوولانو ملي تدارکاتو کمېسیون ته د کورنیو تولیدي شرکتونو د ابتدايي وضعیت د ابتدايي ارزونې په اړه راپور وړاندې کړ چې د کمېسیون غړو یې هرکلی وکړ.
ولسمشر غني د دغه راپور له اورېدو وروسته لارښوونه وکړه، چې د هغو کورنیو تولیدي شرکتونو نوملړ چې د ملي تدارکاتو ادارې لخوا د اوو زونونو په کچه جوړ او ترتیب شوی دی، د اقتصاد په عالي شورا کې دې پرې لا زیات بحث وشي.
خبرپاڼه زیاتوي، په دغه غونډه کې اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله، د مالیې او عدلیې وزیرانو، په زیربنايي چارو کې د جمهوري ریاست د مقام ستر سلاکار، د ملي او بین المللي څارونکو څخه فساد سره د مبارزې پارلماني کاکس، د افغانستان د شفافیت څار، د ولسي جرګې او مشرانو د مالي، بودجې او اقتصاد کمیسیونونو، د سیګار او غوڅ ملاتړ د سیستیکا استازو هم ګډون درلود.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)