کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د۲۰۱۸ کال د لیک لوست زده کړې د سیالۍ درې ګټونکې ادارې اعلان شوې

6 حمل 1397 ساعت 18:11

(د دفاع وزارت د لیک لوست زده کړې پراختیا مدیریت) د یوخبري غونډې په ترڅ کې د بي‌ بي‌ گل د لیک لوست زده کړې سیالۍ د لومړۍ ګټونکې ادارې په توګه اعلان شوه.



دې غونډه کې چې حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز په تالار کې جوړه شوې وه، د هېواد لومړۍ میرمنې رولاغني (بي بي ګل)، د پوهنې وزیر دوکتور محمد ابراهیم شینواري، د پوهنې وزارت د لیک لوست زده کړو معین دوکتور سردار محمد رحیمي، په افغانستان کې د یونسکو استازې اغلې پتریشا مک فلپس، د یونسکو د پوهنې د برخې مشر ښاغلی ډنیلو پډیلا او د پوهنې وزارت او لیک لوست زده کړې معینیت یو شمېر نورو چارواکو او کارکونکو ګډون کړی وو.
دا سیالي د «سواد د ټولنیز بدلون او تلپاتې پراختیا لپاره» تر شعار لاندې د پوهنې وزارت سواد زده کړې معینیت د یونسکو په تخنیکي او مالي ملاتړ او د هېواد لومړۍ میرمنې له ادارې سره په نژدې همکارۍ جوړه کړې وه ترڅو د هغو ادارو له لاسته راوړنو څخه ستاینه وکړي چې د لیک لوست په برخه کې یې درلودلي دی.
دې سیالۍ کې د هېواد له ګوټ ګوټ څخه د لیک لوست په برخه کې ښکېلو ۲۴ ادارو ګډون کړي وو. د یوې ازادې او خپلواکې کمېټې له ارزونې څخه وروسته یې د دفاع وزارت د لیک لوست زده کړې اداره د لومړي ګټونکي د یونسکو جاپان اداره د دوهم ګټونکي او د مسلکی او فنی هیوادپالو مؤسسه د دریم ګټونکي په توګه اعلان کړل. چې په تر تیبت سره 2,000  ډالره، 1,500 او 1,000  ډالره نغدي جایزې او تصدیق نامې د لومړۍ میرمنې رولا غني په لاس ورکول شوې.
د هېواد لومړۍ میرمنې رولا غني ( بي بي ګل )، په افغانستان کې د یونسکو استازې آغلې پتریشا مک فلپس او نورو راغلو چارواکو غونډې ته د خپلو راتلونکو پلانونو او د سواد د ارزښت په اړه هر اړخیزې ویناوې وکړي.
لکه څنګه، چې افغانستان د لیک لوست په برخه کې له وروسته پاتې هېوادونو څخه شمېرل کېږي، د ملګرو ملتونو د څلورمې تلپاتې پراخیتايي موخې SDG په نظر کې نیولو سره یونسکو هر کال په افغانستان کې د هغو ادارو له کړنو څخه ستاینه کوي چې خلکو ته د لیک لوست زده کړې په برخه کې پراخې لاسته راوړنې ولري.
 


د مطلب کود: 160660

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/160660/د۲۰۱۸-کال-د-لیک-لوست-زده-کړې-سیالۍ-درې-ګټونکې-ادارې-اعلان-شوې

آوا
  https://www.avapress.com