کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله له کمبودیا سره لوبه کوي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 6 حمل 1397 ساعت 18:48

ټاکل شوې سبا سې شنبه د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله د کمبودیا په وړاندې د لوبې ډګر ته لاړه شي.



د فوټبال د ملي لوبډلې لوبډلمشر فیصل شایسته نن دوشنبه په تاجکستان کې يوې خبري ناستې ته وویل چې د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله د کمبودیا په وړاندې لوبې ته پوره چمتووالی لري او افغانانو ته به ښه زېری ولري.
افغان لوبډلې د دغې سیالۍ لپاره ښه تمرینات کړي او له څو ورځو راهیسې په تاجکستان کې ده.
دغه لوبه د افغانستان په وخت سبا سې شنبه درې نیمې بجې د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبه کې ترسره کېږي.


د مطلب کود: 160664

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/160664/د-افغانستان-فوټبال-ملي-لوبډله-له-کمبودیا-سره-لوبه-کوي

آوا
  https://www.avapress.com