دخپریدو نیټه :سه شنبه ۷ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۲۰
د مطلب کود : 160674
ازبکستان پلخمري ته د ۵۰۰ کیلو ولټه برښنا د انتقال چارې پیل کړي
ازبکستان وايي، سُرخان څخه د افغانستان پلخمري ته یې د ۵۰۰ کیلو ولټه برښنا د انتقال د لاین د غځولو چارې پیل کړي دي.
د ازبکستان د انرژۍ د ادارې مشر الغ بیک مصطفایف په تاشکند کې خبریالانو ته وویل چې له دې سره به افغانستان ته د ازبکستان څخه د برښنا په انتقال کې په سلو کې ۷۰ زیاتوالی راشي.
انټرفاکس خبري اژانس د مصطفایف له خولې ویلي چې په ازبکستان کې یې د دې لاین د غځولو چارې پیل کړي او د جون له میاشتې به په افغانستان کې هم د دې پروژې چارې عملاً پیل شي.
د نوموړي په وینا له ازبکستانه افغانستان ۵۰۰ کیلو ولټه برښنا د انتقال مزې به د ۲۶۰ کیلومترو په واټن وغځول شي چې ۱۵۰ میلیونه ډالر لګښت پرې راځي.
د نوموړي په وینا د دې لګښت ۱۱۸ میلیونه ډالر افغان حکومت ورکوي او پاتې برخه یې د ازبکستان د انرژۍ اداره د پانګونې په توګه لګوي.
ټاکل شوې چې د برښنا عملي انتقال به په ۲۰۲۰ میلادي کال کې پیل شي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjayevxuqemmz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته