دخپریدو نیټه :سه شنبه ۷ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۲۲
د مطلب کود : 160693
په لغمان کې د طالبانو د دوو مشهورو قوماندانانو وژل کېدنه
افغان ځانګړو ځواکونو د لغمان په ولایت کې د یو عملیات په ترڅ کې د طالبانو دوه مشهور قوماندانان وژلي.

د لغمان ولایت مقام په یوه بیانیه کې لیکلي، تېره شپه افغان ځانګړو ځوااکونو د الینګار ولسوالۍ اړوند د پړوايي او وټه جبارخیل په سیمو کې خاص هوايي او ځمکني عملیات کړي، چې په دغو عملیاتو کې د وسلوالو مخالفینو د دوو ځايي مشهورو قوماندانانو بریالي او داوود تر څنګ د دوی څلور تنه افراد هم وژل شوي دي او ۳ تنه مشکوک افغان ځانګړو ځواکونو له ځانه سره ژوندي بیولي دي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د وسلوالو مخالفینو یادو قوماندانانو د الینګار ولسوالۍ په بېلا بېلو سیمو کې له ډېره وخته راهیسې تروریستي کړنې تر سره کولې، چې له وړاندې د ملي امنیتي ځواکونو تر څار لاندې ول او تېره شپه د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې له مینځه یوړل شول.
د ولایت مقام په وینا، په دغو عملیاتو کې د مخالفینو په ډزو کې یو تن ملکي وګړی هم په شهادت رسېدلی دی خو د عملیاتو کې ځانګړو ځواکونو ته کومه مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
د دولت ضد وسله والې ډلې د وسله والو طالبانو په ګډون تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
 
https://avapress.com/vdcaown6e49nii1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته